نایجریا کې د تېلو ټانکر چاودنې له امله ۳۵ تنه مړه شوي
کابل (کوه نور ۳۰ ۱۴۰۴): د نایجیریا په شمال کې د نایجر ایالت په یوه سړک د تیلو یو ټانکر چپه شوی او چاودنه یې کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د دغه ایالت د FRSC مشرې عایشه سعدو ویلي، ټانکر له سړکه ښویېدلی، پترول ورڅخه توی او له ټکره لږ وروسته یې اور واخېست.
د نایجیریا TVC نیوز راپور ورکړی، چې له چاودنې ژوندي پاتې خو سخت ژوبل کسان د درملنې لپاره د فدرالي طبي مرکز (Bida) ته انتقال شوي او پر وینا، یې، چې ډېر خلک له سختو سوځیدنو کړیږي.
د نایجر ایالت والي، محمد عمرو باګو، د کچا ولسوالۍ د عیسا سیمې خلکو ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې، چېرې چې دا چاودنه شوې.
هغه ویلي، دا پېښه د ډېرو انسانانو د ژوند د لهلاسورکولو سبب شوه او یو شمېر نور کسان یې ټپیان کړل.
د والي د مطبوعاتي دفتر مشر بولوجي ابراهیم، په بیان کې زیاته کړې، چې ګڼ شمېر کسان، له ټانکره د تېلو اخیستو لپاره ورغلي وو، کله، چې ټانکر چپه شو، چې له بده مرغه، چاودنه پکې وشوه.
په همدې حال کې د نایجر ایالت د ټانکر چلوونکو اتحادیې مشر، فاروق محمد کاوو، ویلي دا فاجعه "ویرجنه او د مخنیوي وړ وه."
نوموړي زیاته کړې، دې ټانکر له لاګوس نه شمال ته پترول وړل او یوازې د اکتوبر په میاشت کې شاوخوا ۳۰ ورته پېښې ثبت شوې دي، چې علت یې د سړک خراب حالت بلل شوی دی.





