ټرمپ ايران ته: که تر راتلونکو ۱۰ ورځو هوکړې ته ونه رسېدئ بريد درباندې کوم

February 20, 26 KohiNoor

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې باید له واشنګټن سره په روانو مذاکراتو کې په راتلونکو ۱۰ ورځو کې "یوه ماناداره او عملي هوکړه وکړي، که نه نو د هغه په وینا بدې پایلې به رامنځته شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی او سیمې ته یې نورې پوځي وسلې او ځواکونه لېږلي دي. 

له بلې خوا، ایراني چارواکو په لومړنیو غبرګونونو کې ټینګار کړی چې تهران د "فشار او ګواښ" تر سیوري لاندې خبرې نه مني.

 ایراني لوري ویلي، که مذاکرات د متقابل درناوي او ملي ګټو پر بنسټ وي، نو د خبرو دروازې پرانیستې دي، خو که فشارونه دوام ومومي، ایران به "مناسب او قاطع ځواب" ورکړي.

تر دې وړاندې بیا یو شمېر سرچینو ویلي وو، چې د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړوا خبرو پرمختګ پټ ساتل شوی دی.