ریچارډ بېنیټ د افغان ښځو د روغتیايي حقونو په اړه نوی راپور وړاندې کوي

February 20, 26 KohiNoor

خبرياله: نازو عمري 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینېټ اعلان کړی، چې د افغان ښځو او نجونو د روغتیايي حقونو په تړاو به خپل نوی راپور د ملګرو ملتونو دبشري حقونو ٦١ شورا ناستې ته وړاندې کړي.

پاکستان ته تر سفر وروسته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یادې ناستې لپاره چمتوالی نیسي او ټاکل شوې ده، د فبرورۍ په ۲۶مه په جینوا کې دغه راپور وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاده غونډه کې به وینا هم ولري او د بشري حقونو په برخه کې وروستیو او د پام وړ پرمختګونو ته به اشاره وکړي.

دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري وضعیت او روان بحران د مهار پر لارو چارو بحثونه کوي.