کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

زمونږ په اړه

کوه نور یو خپلواکه او بې طرفه خبري اژانس دی.

مونږ متعهد يو، چې د افغانستان سيمې او نړۍ بې طرفه او پر وخت خبرونه، راپورونه، تحلیلونه، مرکې او تبصرې تر تاسې در ورسوو.

تاسې د رښتيني او باوري خبرونو حقدار ياستئ. زمونږ ژمن او مسلکي ټيم شپه او ورځ کار کوي، تر څو په ټولنه کې د ناسمو تبليغاتو د خپراوي مخه ونيسي او تاسې په حقیقتونو پوه کړي.

زمونږ موخه د ملي او افغاني ارزښتونو ساتنه ده. د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو غږ به په حقيقي ډول تر مسوولینو رسوو.

د کوه نور خبري اژانس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې استازي لري. زمونږ ژمن ټیم په هېواد کې د مسلکي ژورنالېزم پر پیاوړتيا باور لري او هڅه کوي، چې د ژورنالېزم د پیاوړتيا لپاره کار وکړي.

تاسې هم د خپلو مثبتو او سالمو نظرونو د شریکولو لپاره په دې ادرسونو راسره اړيکه کولای شئ.