پاکستان کې د سېلابونو له امله له ۴۰ ډېر خلک مړه شوي

June 30, 25 Bilal ahmad Meerani

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو کې د خونړیو سېلابونو را وتلو له امله ۴۵ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د یاد هېواد د کړکېچ مدیریت ادارې راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د پرونۍ ورځې په سېلابونو کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد په خېبر پښتونخوا کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي چې تر ټولو ډېر زیان همدې سیمې کتلی دی.

په همدې حال کې د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا ورځ هم په ځینو ایالتونو کې د سختو بارانو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

بل پلو پاکستانیو چارواکو ویلي چې په دغه سېلابونو کې د قربانیانو د ډېرېدو احتمال هم شته دی.

باید وویل شي چې د پاکستان تر څنګ د هېواد په یو شمېر سیمو کې هم د سېلابونو او ورښتونو له امله ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.