ټرمپ: هیله‌مند یم چې راتلونکې اونۍ به د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند خبرې پیل شي

July 14, 25 Bilal ahmad Meerani

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي هیله لرم چې غزه کې د اوربند د ټینګولو په موخه به را روانه اوونۍ د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ خبرو کولو ته لار هواره کړم.

ټرمپ دا خبرې پرون ورځ" یکشنبه، د جولای ۱۳مه" خبریالانو ته کړي او ویلي یې دي چې د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د ټینګښت په موخه خبرو کولو ته هیله لري.

بل پلو متحده ایالتونو د هغې طرحې ملاتړ کړی چې له مخې یې په غزه کې ۶۰ ورځینی اوربند رامنځته کېږي، د اسرایلي برمته شوو ځواکونو په تدریجي توګه ازادول پیلېږي، اسرایلي ځواکونه د غزې له یو شمېر برخو خپل ځواکونه وباسي او د دې ستونزې د حل کېدلو په موخه خبرې پیلېږې.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تازه د غزې روغتیایې چارواکو ویلي، پرون ورځ د اسرایلو په برید کې د هغو ماشومانو په ګډون چې د اوبو د ویش مرکز ته تللي و اته تنه وژل شوي دي.

بل پلو د اسرایلو پوځ ویلي، دوی غوښتل سیمه کې د اسلامي جهاد ډلې یو وسله وال په نښه کړي خو وایې، د یوې تېروتنې له امله مزایل له خپل نه هدف نه څو متره وړاندې لګېدلی دی.