د لنډیو ارزښت، مخینه او پر پښتنو ښځو یې اغېز
لنډۍ د پښتو ولسي ادب یوه ژوره، خو ساده شعري بڼه ده، چې د پښتنو ښځو د زړه آواز، احساسات، دردونه، مینه، د کورنۍ بندیزونو پر وړاندې غږ او حتی د مبارزې ژبه ده.
د پښتو ژبې د ښځینه ادبیاتو دا دوه مصریز لنډ چوکاټ د لوړو فکري او عاطفي ارزښتونو لرونکی دی. که څه هم لنډۍ اکثره د ښځو له خوا ویېل کېږي، خو د ټولنې هرې طبقې پرې خپل احساسات بیان کړي دي.
د دغه ولسي ادبیاتو تاریخي مخینه:
لنډۍ تر زرو کلونو پخوانۍ تاریخي ریښه لري. د ځینو څېړونکو په باور د لنډیو تاریخ هغه وخت ته رسېږي چې پښتنو ښځو به د جنګیالیو نارینه وو بدرګه کوله او یا یې د هجرت، مینې، فراق او کورنۍ دردونه په همدې ساده خو ژور سبک کې بیانول. لکه په یو ځای کې، چې وایې:
که تور اوربل مې میراتېږي
پر وطن جنګ دی؛ جانان نه منع کوومه
خلک کور وګوري لور ورکړي
ادکې زه دې په لېوانو ماته کړمه
یا دا، چې:
د خاوند کور د دوزخ کور دی
زه د وریندارې په بدله راغلې یمه
په پورتنۍ لومړنۍ لنډۍ کې د یوې پښتنې زړوروالی، شجاعت او له هېواد سره مینه څرګندېږي او په ورپسې دوه لنډیو کې د یوې پښتنې د زړه هغه فریاد انځورېږي، چې له مور او پلاره یې کړی دی. هغه خبرې، چې یوه ښځه یې په مخامخ توګه چاته نه شي کولی خو؛ په لنډیو کې یې د تناره لمبو ته، ګودر کې خپلو همزولو ته او یا هم د خپلې تیارې خونې څلورو دېوالونو ته خپل زړه د لنډیو پر ژبه تش کړی.
لنډۍ؛ د احساساتو ژبه:
پښتنې ښځې، چې له تاریخي پلوه یې ټولنیزې ازادۍ محدودې وې، لنډۍ یې د بیان یوازینۍ وسیله وه. که مینه وه، که فراق، که د ظلم پر ضد چیغه وه او یا د ژوند د بې عدالتیو شکایت، لنډۍ یې د بیان تر ټولو قوي او زړه پورې وسیله وه. لکه په لاندې څو لنډیو کې د یوې محبوبې ګیله له محبوب څخه:
ستا به له مانه ګیله کېږي
زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه
د پشه کال په ګرمۍ پوخ شې
څنګه دې ړنګو دېوالو ته پرېښودمه؟
پر پښتنو ښځو د لنډیو اغېز:
لنډۍ د ښځې روحی ځواک دی. د غږ نه درلودلو په چاپېریال کې لنډۍ د ښځې غږ شو. په داسې ټولنه کې، چې ښځې یې اکثره د کور په څلورو دېوالونو کې محدودې وې؛ لنډیو یې د زړه غږونه تر خټو، غرونو، بادونو او خلکو ورسول. دا د هغوئ نا ویېلې خبرې وې، چې که یې بیانولې، غلې کېدای شوه. خو د لنډۍ په ژبه یې ټول کلي ته ورسولې:
له مایې یار په پښتو بېل کړ
د ملک ځوی ځانته هندوې ګډوینه
تا په سفر ځوانې زړه کړه
زه د هجران له لاسه خاورې ایرې شومه
سفر کې جګې سترګې ګرځه
تورې کمڅۍ لالیه تاته سپینوومه
پر پښتو ادب د خدای خاصې پیرزوینې "لنډۍ" ملي او ادبي ارزښت:
لنډۍ نه یوازې د ښځو د احساساتو هنداره ده؛ بلکې د پښتو ژبې یوه شتمنې هم ده. دا برخه پښتو ادب ته د ولسي ژبې خوند ورکوي، د ولس تاریخي حافظه انځوروي او د پښتو د بدیعي او معنوي ښکلا یوه نمونه ګڼل کېږي.
خرڅه دې کړم؛ ښاده دې نه کړم
شېرینه وروره ودې مه وځه ارمانونه
یو بې غیرته به مېړه کړم
له غیرت مندو نه څو ځلې کونډه شومه
دغه ښځینه ادبیات، چې یواځې پښتو ژبه ترینه برخمنه ده؛ په ځان کې دومره زور لري، چې د پتمنې ملالۍ له خولې د دې لنډۍ له وتلو سره، چې:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایګو لالیه؛ بې ننګۍ ته دې ساتینه
زموږ هېواد له سور مخو ښکېلاګرو خلاص شو. یو ځای د لنډیو په اړه محمد علیم بسمل صیب وایې، چې:
"بسمله پاک الله نازله کړې له اسمانه
لنډۍ د پښتنو بې پیغمبره معجزه ده"
د پښتو د دغه بډایه برخې د لا بډایتوب په هیله!
بلال احمد "مېړنی"





