شاعر د شعر او ځان د حیثيت ساتلو مسئول دی ـ بخت جمال کریمي

April 18, 24 KohiNoor

په مشاعرو او ادبي بڼدارونو کې د شاعرانو ګډون نه نوې خبره ده او نه بده. تجربو ثابته کړې چې دا ډول ناستو کې د شعر ليکلو د انګېزې د پيدا کېدو ترڅنګ د شعر پخېدو لارې موندلې کيږي. د تجربو او افکارو تبادلې ته لار هواريږي او له نورو سره د شناخت کار هم اسانه کوي.

دې ته ورته ګڼې نورې ښېګڼې به هم ولري خو اوس چې د مشاعرو او ادبي ناستو په نوم کوم محفلونه جوړيږي(موخه مې ترې په ودونو او نورو د خوښيوو په مناسبتونو کې جوړې شوي مشاعرې او ناستي دي) ايا شاعران بايد په کې ګډون وکړي؟ 

دا د شاعر اختياري مسئله ده. د هر چا خپل نظر خو زه يې پلوی نه یم 

په ودونو او نورو د خوښيو مراسمو کې پر موسيقۍ کولو او غږولو له بنديز وروسته، مشاعرې دود شوي دي. د واده په شپه واده والا هغه شاعران چې ورسره پېژني را غواړي او مشاعره ترسره کوي. ما هم ليدلي او تا به هم ليدلي وي چې شعر پيژني هم نه، شاعر ورته ليونی ښکاري هغوی هم خپل پروګرام کې مشاعره جوړوي. په داسې مشاعرو کې هيڅ معيار نه وي معلوم، هر چا چې هر څه وويل او څنګه يې وويل؛ مهمه نه ده.

په دا ډول مشاعرو کې نه ښه شعر ته ارزښت ورکول کيږي او نه شاعر ته څوک غوږ ږدې. 

مشاعره جووړنکي له دا ډول مشاعرو يوازې د خپل پروګرام رنګينولو، فلم جوړلوو او د خلکو له شېبه بوخت ساتلو پرته بل کوم هدف نه لري. 

دې ټولو ته په کتلو غوره ده چې شاعران په دا ډول پروګرامونو کې هيڅ برخه وانخلي. هو که دا پروګرام داسې يو څوک جوړوي چې هغه شعر پيژني، شاعر ته درناوی لري او شاعر پوهيږي چې مشاعره له هغه رنګ او معيارونو څخه برخمنه ده چې يوه مشاعره يې باید ولري بيا يې ګډون بده خبره نه ده.

شاعران بايد څنګه ګډون وکړي؟

د ودونو مشاعرو ته د شاعرانو د دعوت مسوليت واده والا هغه کس يا کسانو ته سپاري چې شاعرانو سره بلد وي. لومړی خو مې غوښتنه چې دا کار مه کوئ ځکه ډېر ځله داسې شوي چې يوه کس شاعران راغوښتي خو بيا يې دا واک، صلاحيت او توان نه و چې د هغوی قدر وکړي. له ځان څخه خپل ملګري مه خفه کوئ!

شاعران هم بايد دا هر څه درک کړي او که کوم محفل ته ځي بايد په ښکاره ډول ورسره دا څو مسايل شريک کړي

۱ـ پوښتنه وکړئ چې محفل جوړونکي څه ډول خلک دي او څوک دي

۲ـ محفل کوم ځای کې او څه وخت دی

۳ـ نور څوک ورته غوښتل شوي

۴ـ د ټرانسپورټ په اړه ورسره وغږيږئ 

۵ـ خپل ارتباطي شخص په نښه کړئ 

۶ـ په محفل کې د ناستې ځای معلوم کړئ

۷ـ د شعر او شاعر قېمت نشته خو دا مه هېروئ چې وړيا شی، ګيا او د پام وړ نه وي. مفته مه ځئ

په دې کې شرم مه کوئ. د دنيا په هيڅ بل هېواد کې به تاسې ونه ګورئ چې يو شاعر يا ليکوال خپل شعر يا ليکنه چاته وړيا ورکړي.

د دې کار ګټې څه دي؟

د دې کار ګټې هم شاعر ته رسيږي او هم شعر و ادب ته

شاعر ته يې ګټې:

شاعر ته به له دې لارې څو روپۍ راځي. که يو محفل ته ورځي په تګ راتګ کې به ورته ستونزې نه وي. په محفل کې به ارام او په عزت ګډون ولري. 

شعر او ادب ته يې ګټې:

کله چې شاعران په وړيا ډول د خلکو محفلونو ته لاړ نه شي او هغوی مجبور شي چې يوه اندازه پېسې ورته ځانګړې کړي په داسې حال کې هغوی سره خپل تاوان ته په کتلو په ښه او بد فکر کوي. مانا دا چې د وخت په تېرېدو يا ژر دا فکر عام کېدلی شي چې يوه هسې تش په نوم کس ته چې پېسې ورکوم نو ولې يو ښه شاعر نه راغواړم. 

د دې فکر په عام کېدلو سره په خپله زموږ مشاعرې او ادبي ناستې معياري کېدلی شي. د خلکو ذوق پورته کېدلی شي. په مشاعرو کې د تش په نوم شاعرانو ځای رښتيني شاعران نيسي. د شعر په نوم د اپلتو لمن ټولېدلی او د ښه شعر روح تازه کېدلی شي. 

له دې ور اخوا شاعران په دې سره کولی شي هم د ځان او شعر په وړاندې خپل مسوليت تر سره کړي او هم يې حيثيت له داغداره کېدو وژغوري.