مسلکي خبر لیکنه کتاب له چاپه را ووت
دغه کتاب چې لیکوال يې ماهر احسانزی دی، په ۱۲۲ مخونو کې د رهبر خپرندويې ټولنې له لورې په زر ټوکونو کې همدا روانه اونۍ له چاپه را ووت.
د کتاب لیکوال په خبره چې پدې کتاب کې د څلور ګونو رسنیو( ورځپاڼې، رآډيو، ټلویزون او پرلیکه ) رسنیو د خبر پر ډول او لیکلو خبرې شوې دي.
احسانزی زیاتوي چې د هرې رسنۍ خبر له بلې د نویو او عملي بېلګو سره تفکیک شوی او لوستونکو ته دا ور ښودل شوې، چې ولې د هرې رسنۍ لپاره باید بېل خبر ولرو. دې دغه راز زیاتوي چې پدې کتاب کې د خبر ټولې خواوې او برخې ان تر متن او کليپونو پورې نظر همدې رسنیو ته را سپړل شوي او پر دې پکې ټینګار شوی چې هره رسنۍ خپلې نوعې ته په کتو باید خبر ولیکي.
نوموړی دغه راز زیاتوي چې په کتاب کې یوازې د رسنیو بڼې نه ، بلکې د رسنیو پوښښ او پالیسۍ ته په کتو هم د خبر پر جوړښت او د خبرې ارزښتونو په ټاکنه خبرې شويدي.
مسلکي خبرلیکنه په دغه ډول محتوا سره په پښتو ژبه کې لومړنی کتاب دي چې د تازه بېلګو سره د ټولو رسنیو بڼې، پوښښ او پالیسۍ ته په کتلو بازار ته وړاندې کېږي.





