ولې د اسرایئلو لخوا سوماليلنډ د خپلواک دولت په توګه پېژندل جنجالي شو؟
لیکوال: صابر احمدزی
د سوماليلنډ د پلازمېنې هرګېسا اوسېدونکي د اسرایئلو د اعلاميې په مناسبت خوشحالۍ کوي.
اسرایئلو هغه جنجالي پرېکړه کړې، چې د سوماليلنډ جلا شوې سیمې د خپلواک دولت په توګه وپېژني، چې د ډېرو نورو هېوادونو غبرګون او نیوکې یې راوپارولې دي.
اسرایئل د نړۍ په کچه لومړی هېواد شو، چې د سوماليلنډ دا پېژندنه وکړي او دا له هغه څه ډیر څه ۳۰ کاله وروسته دي، چې دې سیمې له سومالیا څخه خپلواکي اعلان کړې وه.
د سوماليلنډ ولسمشر دا پرمختګ «تاریخي شېبه» بللې؛ خو سومالیا په سختې غوسې سره د اسرایئلو دا اقدام رد کړی او دا یې د خپلواکۍ پر وړاندې برید بللی دی.
له هغې وروسته، ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانونو، لکه ترکیې، سعودي عربستان او افریقایي ټولنې، د دې ناڅاپي اعلان غندنه کړې ده.
چین هم په دې مخالفت کې برخه اخیستې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، خبریالانو ته ویلي: «هیڅ هېواد باید د خپلو ځان غوښتو ګټو لپاره د نورو هېوادونو دنننۍ جلا غوښتونکې ډلې تشویق یا ملاتړ ونه کړي.»
امریکا بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې د اسرایئلو له پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دې غبرګون توپیر لري له دې پرېکړې سره، چې څو هېوادونو د کال په لومړیو کې د فلسطین دولت پېژندنه وکړه—هغه پرېکړه چې امریکا سخت مخالفت ورسره درلود.
د امریکا د ملګرو ملتونو مرستیال سفیر ټامي بروس وویل: «په کال کې مخکې، څو هېوادونو، د دې شورا د غړو په ګډون، یوه غیر موجوده فلسطیني دولت پېژندلی او بیا هم هیڅ بېړنۍ ناسته نه ده شوې، چې د شورا غوسه څرګنده کړي.»
د اسرایئلو د ملګرو ملتونو مرستیال سفیر جاناتان میلر شورا ته وویل چې د اسراییل اقدام «سومالیا ته دښمنانه ګام نه دی، او نه هم د دواړو خواوو تر منځ د راتلونکې خبرې اترې مخه نیسي.»
هغه زیاته کړه: «پېژندنه د مخالفت عمل نه دی. دا یوه موقع ده.»





