د امريکا يوې محکمې له دغه هېواد د افغان کډوالو د نه اېستلو پرېکړه رد کړې
د افغان ايواک سازمان په يوه خبر پاڼه کې ليکلي، چې د امريکا يوې محکمې هغه پرېکړه رد کړې، چې له مخې دې یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د استناف محکمې تر پايه په امريکا کې پاتې شي.
قاضي مککانل جونيور ويلي، چې د استناف بهير به روان وي؛ خو مخکنۍ پرېکړه نشي رد کېدلای.
تر دې وړاندې ټرمپ د افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو د کډوالو په تړاو يوه پرېکړه کړې وه، چې له امريکا دې دریېم هېواد ته ولېږدول شي.





