پاکستان له امريکا څخه ۱۰ ميليارده ډالرو د قرض غوښتنه کړې

July 22, 26 Farmanullah zubairzai

رویټرز خبري اژانس په يو راپور کې ویلي، چې پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنيو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره د ۱۰ میلیاردو ډالرو د قرض غوښتنه کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې اسلام‌اباد غوښتنه کړې چې د اسعارو د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره د دوه اړخیز مالي ملاتړ یو ځانګړی تسهیلاتي میکانیزم رامنځته شي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې وي.

سرچينه زیاتوي، پاکستان دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، دغه هېواد د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې رول ولوباوه.

رویټرز ډ خپلې  یوه باخبره سرچینې له قوله ويلي، چې اسلام‌اباد هیله لري د دې اقدام له لارې د امریکا او خپلو نورو شریکانو لا زیات اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.