د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د اروپايي ټولنې زیانونه د بندیزونو له امله تر ټریلیونونو یورو رسېدلي
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو ویلي، اروپايي اتحادیې د روسیې پر ضد د لګول شویو بندیزونو له امله د ۱.۵ تر ۲ ټریلیون یورو پورې اقتصادي زیان ګاللی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سږکال یوازې ۲۰ میلیارده ډالرو ته راکمه شوي ده.
د ګروشکو پر وینا، که د روسیې د سونتوکو، په ځانګړي ډول د طبیعي ګازو واردات په بشپړ ډول بند شي، نو امکان لري چې دا کچه آن صفر ته ورسېږي.
