سټنکام: د امريکا او سعودي جنګي الوتکو په عراق کې د ایران ملاتړو ډلو اهداف په نښه کړې

July 29, 26 Farmanullah zubairzai

 د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې واشنګټن او رياض په ګډه عراق کې د ایران پلوه ډلو پر هدفونو دقیق هوايي بریدونه کړي دي.

 یادې قوماندانۍ ویلي، چې بریدونه د عراق په ختیځ کې د لوژستیکي مرکزونو او د وسلو پر زېرمو ترسره شوي دي.

 سټنکام ويلي، چې دا بريدونه يې هغه ۳۰ بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو په غبرګون کې کړې ، چې د ایران د امریکايي ځواکونه پر اډو او د سعودي عربستان د انرژۍ بنسټونو باندې کړې وو.

سرچينه زیاتوي، چې پر امریکايي ځواکونو شوي بریدونه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او ټینګار یې کړی، چې دغه هوايي بریدونه د هغو پرله‌پسې ګواښونو په ځواب کې ترسره شوي، چې دوی دوامدار بللي دي.

 د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز د ایران له سپاه پاسداران او هغو ډلو، چې له ایران سره تړاو لري، غوښتي چې بریدونه ودروي.

 امريکا خبرداری ورکړی، که دغه بریدونه دوام وکړي، امریکا به نور پوځي غبرګونونه هم ترسره کړي.