نتانیاهو راتلونکی اونۍ امریکا ته سفر کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترې غوښتنه کړې، څو په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.
د ټرمپ په وینا، ټاکل شوې دا لیدنه د ناټو د مشرانو له غونډې څخه تر راستنېدو وروسته، ښايي د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شي.
له دې وړاندې د نتانیاهو دفتر ویلي وو، چې نوموړي د جمعې په ورځ له ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړي او دواړو لورو هوکړه کړې، چې ډېر ژر به په امریکا کې سره وګوري.
د اسراییلي چارواکو په خبره، په دې لیدنه کې به د منځني ختیځ وروستي بدلونونه، د غزې جګړه، د دواړو هېوادونو دوهاړخیزې اړیکې، د سیمې امنیتي وضعیت او د ایران موضوع د بحث مهم محورونه وي.
تر اوسه د دې سفر او لیدنې کره وخت په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.





