ماکرون: هرمز تنګي ته مو د ماين پاکولو بېړۍ او تجهيزات استولي
د فرانسې ولسمشر امانول مکرون اعلان کړی، چې هېواد يې د هرمز تنګي د سمندري تګ - راتګ د خوندي کولو لپاره د ماینونو پاکولو تجهیزات او دوه بېړۍ دغه تنګي ته استولي دي.
مکرون په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپل پیغام کې ویلي، دغه ځواکونه چمتو دي چې د خپلو شریکانو ترڅنګ د هرمز تنګي له لارې د بېړیو عادي تګ راتګ بیا پیل او د کښتۍ چلونې امنیت په ټینګښت کې ونډه واخلي.
هغه زیاته کړه چې له عماني چارواکو سره تر خبرو وروسته یې پرېکړه کړې چې د فرانسې الوتکوړونکې بېړۍ «شارل دوګول» بندر ته ستنه کړې؛ خو د ماینپاکۍ تجهیزات او د هغوی ملاتړي ځواکونه به په سیمه کې پاتې شي او د اړتیا په صورت کې به د شریکانو ترڅنګ عملیات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د تېرې میاشتې په وروستیو کې د فرانسې له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی و او د هرمز تنګي په امنیتي عملیاتو کې یې د فرانسې ګډون رد کړی و.





