وېنس : که ايران بيا بريد وکړ، سخت ځواب به وويني
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ایران ته خبرداری ورکړ چې هر ډول نوی برید به له "سخت تاوتریخوالي"
سره مخامخ شي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکا د هرمز تنګي په اوږدو کې د ایران پر پوځي هدفونو هوايي بریدونه وکړل.
ونس د، ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې ولیکل چې ایران د اوربند تړون لاسلیک کړی او متحده ایالات هم د دغه تړون پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، که تهران د تفاهملیک د عملي کېدو په اړه کومه نیوکه یا اعتراض لري، نو کولای شي هغه د ډیپلوماټیک، لارې تعقیب کړي، خو ټینګار یې وکړ:
"تاوتریخوالی به په تاوتریخوالي ځواب شي."
همدارنګه د سپاه سمندري ځواکونو هم نن سهار وختي په یو اعلامیه کې ویلي و چې ځوابي بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو څو اډې هدف ګرځولي.





