کندهار کې د تېرې ورځې برید ته غبرګونونه؛ کرن ډېکر وايي، افغانان په سوله کې د ژوند حق لري

March 22, 24 KohiNoor

په کندهار کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید یو شمېر غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر او د یاد هېواد ځانګړي استازي توماس ویسټ دا برید غندلی او یو وحشیانه عمل یې بللی دی.

ډېکر ویلي، افغانان اړتیا لري چې له هرې ویرې پرته په سوله کې ژوند وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سعودي سفارت هم برید غندلی او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد یې له افغانانو سره ولاړ دی.

بل لورته سرپرست حکومت بیا تېره ورځ ویلي، چې ژر تر ژره به د برید عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې د تېرې ورځې د برید مسوولیت د « دا/ ع.ش» ډلې د خراس.ان څانګې منلی وو.