هرات کې د ۱۴۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو د یوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، چې د هرات زنده جان ولسوالۍ کې د ۱۴۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د سمنټو توليدي فابريکې د جوړلو چارې پيل شوې دي.
نوموړی زياتوي، چې د دې پروژې قرارداد له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شوی، چې د جوړولو چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د هغه په وینا، قراردادي شرکت به د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او د فعالیت له پیل وروسته به د فابریکې د سمنټو د تولید ورځنی ظرفیت شاوخوا ۳ زره ټنه وي.
افغان همداراز ويلي، چې د دې فابريکې له جوړېدو سره به شاوخوا ۵ زره کسانو ته کار زمینه برابره شي.





