ګوټرېش: د افغانستان او پاکستان اختلافات باید د خبرو له لارې حل شي

June 30, 26 Nazo omari

 

پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته د  غبرګونونه په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له دواړو لورو غوښتي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او شته ترینګلتیاوې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
بلخوا د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي رژیم بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ بللی دی.
 د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، پاکستان هڅه کوي خپلې ناکامۍ پړه پر نورو واچوي.
همداراز، د بشري حقونو بنسټ، د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي او د ناروې د کډوالو شورا د پاکستان وروستي بریدونه خواشینوونکي بللي او د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو بشري ژمنو پر رعایت یې ټینګار کړی دی.
پاکستان وړمه شپه د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.