ایران نن سهار پر سعودي، کوېټ او بحرین ډرون بریدونه کړي
د ایران له لوري د خلیج په ځینو هېوادونو د بریدونو په دوام، سعودي عربستان، کوېټ او بحرین ویلي، ځینې سیمې یې د ایراني ډرونونو له لوري په نښه شوې دي.
د سعودي دفاع وزارت ویلي، شپږ ډرونونه چې د ریاض ختیځ ته الوتل، د دوی له لوري له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د کوېټ دفاع وزارت ویلي، ایراني ډرونونو ددغه هېواد د نړیوال هوايي ډګر د تېلو زېرمې په نښه کړي دي.
بل لور ته، د بحرین کورنیو چارو وزارت ویلي ،چې ایران د سلمان بندر ته نږدې ځینې بنسټونه په نښه کړي او د اور د مهارولو هڅې روانې دي.
وروسته له هغې چې امریکا او اسرا... پر ایران ګډ پوځي بریدونه ترسره کړل دغه هېواد پر هغو عربي هېوادونو بریدونه زیات کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې شتون لري.




