ايمل ولي خان: پاکستان دې لومړی خپل حکومت سمبال کړي او بیا دې تړونونه وکړي

August 08, 26 Hamdullah Danish

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان د «مکې دفاعي» تړون کې د پاکستان شامل کېدو په تړاو ويلي، چې دغه هېواد دې لومړي خپل کور سمبال کړي او بيا دې تړونونه کوي.

هغه نيوکه کړې، چې پاکستان اوسمهال پر خپل ۷۵ فيصده خاوره واک نلري، هره ورځ پکې چاودنې کيږي؛ خو پاکستان د دې پر ځای چې خپل وضعیت کنټرول کړي، په دفاعي تړونونو بوخت دی.

هغه زياته کړې، چې د ياد تړون غړي هېوادونه دې يو ځل پاکستان ته راشي او د دغه هېواد وضعیت دې له نږدې وګوري.

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې ترمنځ تېره ورځ د «مکې» دفاعي تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې درې واړه هېوادونه د تجاوز په صورت کې له يو بل ملاتړ کوي.