احمدخان: اسلام‌آباد باید لومړی خپل کورنی امنیت تامین کړي

August 03, 26 Farmanullah zubairzai

ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني دایمي استازي، شمشاد احمد خان، د دغه هېواد پر امنیتي سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌آباد باید له پولې بهر د امنیتي رول له لوبولو مخکې، خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستاني چارواکي تل د خپلو کورنیو کمزوریو او ناکامیو د پټولو لپاره د هند نوم مطرح کوي.

د هغه په وينا، چې د ډېرو امنیتي کړکېچونو اصلي لامل د پاکستان داخلي ستونزې دي.