ټرمپ: سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه باسو

July 09, 26 Nazo omari

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ناټو د ۳۶مې سرمشریزې په څنډه کې د ګډون لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته تللی دی.

د راپورونو له مخې نوموړي هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې ټرمپ ویلي، چې سوریه به د ترهګرو ډلو د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي او دا پرېکړه یې «تاریخي ګام» بللی دی. 

ټرمپ ټینګار کړی، سوریه کولی شي د لبنان او حزب‌الله اړوند موضوعاتو کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی.