پر روسيې د اوکراين بريدونو کې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د نووګورود د والي له قوله ویلي، چې د اوکراین د ډرون په برید کې د روسیې د نووګورود ولايت کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
اوکراين دغه بريدونه داسې مهال کړي، چې روسيې هم تېره شپه د ياد هېواد ۲۸ سیمې د ډرون الوتکو، کروز او بالسټیک توغنديو په واسطه په نښه کړې وې.
هلته ګڼ شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ عامه تاسيسات هم زيانمن شوي دي.
ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې اوکراين په پرلپسې توګه د روسيې د انرژي تاسيسات په نښه کړي دي.





