ايران يو ځل بیا پر بحرين د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې
بحرين د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ايران يو ځل بیا ددغه هېواد هوايي حريم نقص کړی او په بحرين يې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړې دي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی او ويلي دي، چې په سیمه کې د روان د کړکېچ د کمېدو هڅې روانې دي خو تهران په دوامداره توګه هڅه کوي، چې دغه هڅې ناکامې کړي.
دغه وزارت زیاتوي، چې بحرين د خپل ملي حاکمیت د دفاع «بشپړ مشروع حق» لري او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتي چې د خپلې پرېکړې د پلي کېدو او د بریدګر د حساب ورکولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.
بحرین دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره کړه، چې د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ، چې په سیمه کې یې د امریکا پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
بلخوا ایران ويلي، چې دا بریدونه د هغو بريدونو په غبرګون کې ترسره کړې، چې واشنګټن پر تهران کړې وو.
دغه بريدونه په بحرين د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهملیک له لاسلیک وروسته لومړنی برید ګڼل کېږي.





