لبنان او اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو پر کړنلارې هوکړه کړې
د امریکا په منځګړیتوب لبنان او اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې پر طرزالعمل موافقه کړې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه اقدام په سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا هوکړه به د حزبالله د بېوسلې کولو او د اسرائیلي ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړي.
هممهاله د لبنان په پارلمان کې د حزبالله استازو دغه پرېکړه رد کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅکله به خپلې وسلې تسلیم نه کړي.





