وال سټریټ ژورنال: متحده عربي امارت په پټه د ايران د تېلو پر يوه تصفیه خونه بريد کړی

May 12, 26 Farmanullah zubairzai

 وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو د امريکا او ايران د جګړې پر مهال په پټه د ايران پر لاوان ټاپو د تېلو پر تصفیې خونې برید کړی وو.

سرچینه وايي، ياد هېواد د امریکا او اسرائیلو په هغو بریدونو کې فعاله ونډه لرله چې پر ایران ترسره شول؛ خو په علني ډول یې خپل رول نه وو منلی.

د دغه راپور له مخې، د اماراتو له لوري یو برید د اپرېل میاشتې په پیل کې د ایران د لاوان ټاپو پر یوې تصفیې خونې وشو چې له امله یې په ياده تصفیه خانه کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه‌.

په ياد راپور کې راغلي، چې اماراتو د لویدیځ له خوا ورکړل شوې پرمختللې الوتکې او د څار پرمختللي سیستمونه د ایران پر زیربناوو د بریدونو لپاره وکارول، چې پکې د لاوان تصفیه خونه هم شامله وه، خو له دې ټولو سره یې هېڅ رسمي اعلان ونه کړ.

سرچينه زياتوي ،چې متحده ایالاتو په پټه د اماراتو د ګډون هرکلی کړی و او د تصفیې خونې د برید په اړه اندېښمن نه وو، ځکه هغه مهال لا اوربند نه وو شوی.