نیویارک ټایمز: ايران به د هوکړې له مخې خپل ۶۰ سلنه غني شوي يورانيم له منځه وړي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ويلي، چې متحده ایالاتو او ایران هوکړه کړې، چې له مخې به یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او ایران به ژمنه کوي، چې خپله هغه زېرمه له منځه یوسي، چې یورانیم پکې تر ۶۰ سلنې پورې غني شوی دي.
په راپور کې راغلي، چې دا هوکړه لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران د ستر مشر خامنهيي تایید ته اړتیا لري.
د دې هوکړې له مخې، ایران به د هرمز تنګي ماینونه پاک کړي او سوداګریزو بېړیو ته به د آزاد تګ راتګ اجازه ورکړي، امریکا به د ایران د بندرونو سمندري محاصره ختمه او ایران ته د تېلو صادراتو د پيل اجازه ورکړي.
سرچينه زياتوي، چې په یاده هوکړه کې ۶۰ ورځنی اوربند شامل دی، خو د اټومي پروګرام پراخ او اساسي موضوعات به راتلونکو خبرو ته پرېښودل شي.
تر اوسه په رسمي ډول ايران او امريکا څه نه دې ويلي.





