اېکانومېسټ مجله: روسیه ایران ته امريکا پر ضد بې پيلوټه الوتکې ورکوي
اېکانومېسټ مجلې خبر ورکړی،چې روسیې استخباراتو ایران ته د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو لپاره د بېپیلوټه الوتکو د لېږد پلانونه جوړوي.
سرچینې د یو پټ GRU سند د معلوماتو پر اساس ويلي، روسیې ایران ته د زرګونو بېپیلوټه الوتکو د احتمالي لېږد طرحې جوړوي، چې په فارس خلیج کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي.
په راپور کې لیکل شوي، روسیه ايران فایبر-اپټیک ډرونونه، چې د الکترونیکي جګړې پر وړاندې مقاومت لري، او همدارنګه اوږد واټن وهونکي بېپیلوټه الوتکې چې د سپوږمکۍ له لارې هدایتېږي دغه هېواد ته ورکوي.
د راپور د معلوماتو له مخې، روسیې دا پلان د امریکا او ایران د جګړې په لومړیو اونیو کې نیولی وو، چې هغه مهال واشنګټن د ځمکنۍ پوځي عملیاتو پر ارزونې بوخت وو.





