روبیو: هرمز تنګي کې د کېښتيو د ازاد تګ راتګ لپاره امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک مسوده وړاندې کوي

May 06, 26 Farmanullah zubairzai

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي، واشنګټن به هرمز تنګي د کېښتيو د ازاد تګ - راتګ لپاره د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین په همکارۍ چمتو شوې، د پرېکړه‌لیک مسوده د امنيت شورا ته وړاندې کړي.

روبيو زياتوي، چې په دغه مسوده کې له ایران څخه غوښتل شوي، چې په هرمز تنګي کې بریدونه، ماین اېښودل او د تګ راتګ فیس اخیستل ودروي.

د نوموړي په وينا، چې په مسوده کې راغلي، چې ‌ايران به په هرمز تنګي کې د اېښودل شویو ماینونو شمېر او ځایونه افشا کړي او د هغو د لرې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

روبيو همداراز ويلي، چې د نړۍ شاوخوا څلورمه برخه نفت د هرمز له تنګي تېرېږي، او موږ به اجازه ور نه کړو چې ایران پرې کنټرول ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې هغه څه چې ایران په هرمز تنګي کې ترسره کوي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.