امريکا: په هرمز تنګي کې به د ازادۍ پروژې په نوم يو بل ماموريت پيل کړو

May 04, 26 Farmanullah zubairzai

د امريکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام ويلي، د ډونالډ ټرمپ په امر د سوداګریزو کېښتي د تګ- راتګه د خوندې کولو په موخه به په هرمز تنګي کې ازادۍ پروژې په نوم يو بل نوی پوځي ماموریت پيل کړی.

د دې قومندانۍ په وينا، په دغه پروژه کې به ۱۰۰ جنګي الوتکې، لسګونه جنګي بيړۍ، ۱۵ زره امریکايي سرتېري، د توغنديو پرمختللي سیسټمونو سمبال تجهیزات او څو ډول بې الوتکو څخه کار واخلي.

امریکایي پوځ دا اقدام د سیمې د امنیت او د نړیوال اقتصاد د ثبات لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د سمندري محاصرې ترڅنګ به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو ملاتړ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران بیا امريکا ته يو میاشت وخت ورکړی، تر څو روانه جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسوي.