عبداللهي: که هر بهرنی ځواک هرمز تنګي ته نږدې کیدو هڅه وکړي له سخت برید سره به مخ شي

May 04, 26 Farmanullah zubairzai

د ايران د خاتم الانبیاء مرکزي قومندانۍ قومندان علي عبداللهي ويلي، هر هغه بهرني وسله‌واله ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، که د هرمز تنګي ته د نږدې کېدو یا د داخلېدو هڅه وکړي، له ستر برید سره به مخ شي.

نوموړی زیاتوي، چې د امریکا دا اقدام چې اوسنی وضعیت نور هم ګډوډ کړی، د تنګي وضعیت نور هم پېچلی کړی او سیمه کې د بېړیو امنیت له خطر سره مخ کړی دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې امريکا ولسمشر ويلي، چې هرمز تنګي کې د ازادۍ په نوم يو نوی پوځي ماموریت پیل کړی.