امريکا د ګيډيون په نوم د سون توکو رسولو الوتکه اسر.. ته ورکوي

May 04, 26 Farmanullah zubairzai

امریکا د «ګیډیون» په نوم د سون توکو د رسولو لومړۍ الوتکه اسرايل ته ورکوي، ترڅو د لویدیځې اسیا په اوږدو کې د لېرې واټن بریدونه پرې پیاوړي کړي.

د اسرائیلو د جګړې وزارت اعلان کړی، چې د Boeing KC-46 د سون توکو رسولو له شپږو الوتکو څخه لومړۍ الوتکه، چې «ګیډیون» نومول شوې، په امریکا کې خپله لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په بریالیتوب ترسره کړې ده.

 یاد وزارت ويلي، چې دا پرمختللې ټانکر الوتکه به د مې میاشتې پر ۲۷مې نېټې اسرايل ته وسپارل شي.

 سرچينه زیاتوي، چې دا الوتکه د نیم میلیارد ډالرو د هغه بېړۍ برخه ده، چې د امریکا له مرستو تمویلېږي، څو زاړه «ریئم» ټانکرونه بدل کړي.

 وزارت همداراز ويلي، چې دا الوتکه به په ځانګړو اسرائیلي سیسټمونو سمبال شي، څو هوايي برلاسی او په لویدیځه اسیا کې په لرې سیمو کې د عملیاتو اوږدوالی یقیني کړي.

دا الوتکه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې تېره ورځ امريکا د خلیجي هېوادونو او اسرائيلو سره نږدې ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور يو تړون لاسليک کړی دی.