ايران امريکا ته: د يوې مياشتې په موده کې بايد هرڅه حل شي او جګړه پای ته ورسېږي

May 03, 26 Farmanullah zubairzai

ایران د یو پاکستاني منځګړي له لارې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا ۹ مادييز وړاندیز ته ۱۴ مادييز ځواب استولی دی.

راپور کې راغلي، چې امریکا د دوو میاشتو اوربند وړاندیز کړی، خو ایران غواړي چې ټولې چارې د ۳۰ ورځو په موده کې حل شي او د لنډمهاله اوربند پر ځای دې جګړه بشپړه پای ته ورسیږي.

تسنيم لیکلي، ایران په دې وړاندیز کې د راتلونکو بریدونو پر وړاندې امنیتي تضمینونه، له نږدې سیمو څخه د امریکایي ځواکونو وتل، د سمندري محدودیتونو لرې کول، د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول، تاوان ورکول، د بندیزونو لرې کول، په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول، او د هرمز تنګي لپاره نوې اصول شامل دي.

بلخوا بیا د امريکا ولسمشر ويلي، چې د ايران په دغه وړاندیز غور کوي.