ټرمپ: له ایران سره مو د مذاکراتو پر بیا پیل هوکړه کړې

July 11, 26 Nazo omari

 د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چې واشنګټن او تهران د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یوې هوکړې ته رسیدلي دي. 

نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو لورو ترمنځ اعلان شوی اوربند پای ته رسېدلی دی.

د مذاکراتو د بیا پیل موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې د امریکا خزانې وزارت د هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې پر یو شمېر ایراني چارواکو او مالي بنسټونو نوي بندیزونه لګولي دي.