وينزويلا کې د زلزلو له امله د مړو شويو شمېر له ۲۵۰۰ اوښتی

July 04, 26 Hamdullah Danish

د وينزويلا چارواکو اعلان کړی، چې دغه هېواد کې د وروستيو زلزلو له امله د مړو شويو شمېر ۲۶۴۵ تنو ته رسېدلی او دغه راز ۱۲ زره تنه نور ټپيان دي.

رويټرز ليکلي، چې د دغه زلزلو له امله ۱۵ زرو تنو خپل کورونه هم له لاسه ورکړي دي.

دغه هېواد د زلزلو له امله بېړنی حالت اعلان کړی او له نړيوالو بنسټونو یې د مرستې غوښتنې کړې دي.

دغه هېواد څو ورځې وړاندې د ریختر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجو زلزلې ولړزوله او پراخ زيانونه يې رامنځته کړل.

دغه هېواد کې لا هم د ژغورنې عمليات جريان لري او امکان شته چې د تلفاتو شمېرې لوړې شي.

د يادونې ده، چې دغه هېواد کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ شمېر ودانۍ نړېدلي او عامه تاسيسات هم زيانمن شوي دي.