ایم اېس ایف: د افغانستان په سوېل کې د ماشومانو خوارځواکي ۳۰ سلنه زیاته شوې
د بېپولو ډاکټرانو سازمان (MSF) د افغانستان په سویلي سیمو کې د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د تېرو درېیو کلونو په پرتله په دغو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د راپور له مخې، ډېری هغه ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي، عمرونه یې له یو کال څخه کم دي.
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې دا چاره د خوارځواکۍ د پېښو په زیاتوالي کې هم ونډه لري.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.





