پیټ هګسټ: د افغانستان د بدلون لپاره د امریکا پلان له پیله ناسم و

March 09, 26 Nazo omari

 

د امریکا د جګړې وزیر پیسټ هګسټ وايي، د افغانستان د جګړې تجربې وښوده چې د لویدیځ په څېر افغانستان کې د یو دیموکراتیک نظام جوړول له لومړي سره غیر واقعي وو.
هګسټ ټینګار کړی، دا فکر چې د افغانستان د ټولنې جوړښت به بدل شي او د لوېدیځ په څېر ادارې او پوځي ځواکونه به پکې جوړ شي، له حده زیات خوشبینانه تصور و او په وینا یې داسې پلان په افغانستان کې د بریا چانس نه درلود.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د منځني ختیځ  جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري.