روغتیا وزارت: هلمند کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې
روغتیا وزارت وایي، د هلمند ولایت په نادعلي، ګرشک او سنګین ولسوالیو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د وزارت په وینا، د دغو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به زرګونو اوسېدونکو ته د درملنې او لومړنیو روغتیايي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي او په یادو ولسوالیو کې به روغتیايي خدمتونه نور هم پراخ شي.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نقیبالله فاتح، ویلي چې د دغو مرکزونو ټول لګښت د عامې روغتیا وزارت له لوري ورکول کېږي او د بشپړېدو وروسته به د سیمې اوسېدونکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د يادو روغتونو د جوړېدو چارې داسې مهال پيليږي، چې عامې روغتيا وزارت د هېواد په ټول ولسواليو کې د يو - يو روغتون دجوړولو خبر ورکړی دی.





