د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د غوري درېیمې سمنټو فابریکې پروژې کارونه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ شي

July 27, 26 Farmanullah zubairzai

 

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، د غوري درېیمې سمنټو فابریکې د جوړولو چارې ۸۷ ميليونه ډالرو په لګښت   په چټکي سره روانې دي.

دغه معاونيت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې پروژې د عملي چارو پرمختګ ۱۸.۵ سلنې ته رسېدلی دی.

سرچينې ليکلي، چې د دې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۸۷ میلیونه ډالره اټکل شوی او له بشپړېدو وروسته به ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، چې د دغې فابریکې د ورځني تولید ظرفیت ۵۰۰۰ ټنه سمنټ ټاکل شوی دی.

د خبر پاڼې د معلوماتو په اساس، چې  دا پروژه په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي او تولیدات به یې د هېواد د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د