فطرت: له افغانستان څخه هيڅ ډول ګواښ کوم هېواد ته نشته
د حکومت مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ نشته او هغه اعادوې يې رد کړي، چې يو شمير هېوادونو ويلي و، چې له افغانستان څخه ورته ګواښونه موجود دي.
نوموړی زیاتوي افغانستان خاوره د هيڅ په ضد نه کارول کېږي او نه د کوم هېواد لپاره ګواښ دی.
د فطرت په وينا چې هيڅ وسلوالې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې مخکې، د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو ادعا کړې وه چې د افغانستان شمالي پولو کې وسلهوال خوځښتونه موجود دي.





