فطرت: تېر ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو څه د پاسه ۷۰۰ کورنۍ راستنې شوې

May 06, 26 Farmanullah zubairzai

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته له بېلابیلو لارو څخه ۷۶۸ کورنۍ چې ۳ زره او ۹۵۴ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۶۲۰)کورنۍ چې دغړو شمير (۳۳۰۳) تنه، د سپين بولدک له لارې کورنۍ۵۶ چې د غړو شمېر يې۲۹۶تنه، د نيمروز د ورېښمو له لارې ۶۷ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۲۵۲تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې ۲۷ کورنۍ‌ چې د غړو شمېر يې ۱۰۳تنه دی، هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له ۷۱۰ کورنيو سره يې نغدې مرسته او ۷۳۷ عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي او ۷۳۷ کورنۍ يې خپلو سيمو ته لېږدولي دي.