د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په په ځینو ولایتونو کې د بارانونو ورېدو اټکل کړی دی

May 09, 26 Hamdullah Danish

د ترانسپورت او هوايي جلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې د هېواو په ځینو ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو راوتلو، اټکل کړی دی.

سرچینې دغه اټکل سبا او بل سبا په بدخشان، بلخ، سمنګان، لرګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې کړی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰ میلي مترو څخه تز ۳۰ ملي مترو پورې وي.

خبر پاڼه زیاتوي، د هېواد په مرکزي ولایتونو کې به د بادونو را الوتلو اټکل هم وي جې سرعت به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلو مترو پورې وي.

همدې حال کې بیا د اوبو او انرژی وزارت له هغه خلکو چې د سیند په غاړو او خوړونو ته نږدې اوسېږي، سپارښتنه کړې، چې خطر لرونکو سیمو ته دې نږدې نه ورځي.