ننګرهار کې د کونړ زلزلهځپلو ته د استوګنې نمرې وېشل شوي
خبريال: حسين الله محمدخېل
د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کونړ هغه کورنۍ چې د زلزلو له امله یې کورونه نړېدلي وو، د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې ورته د استوګنې نمرې وېشل شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، یاد ښارګوټی په زر جریبه ځمکه کې د منظم ښاري پلان له مخې جوړ شوی، چې پکې د اوسېدو برخو ترڅنګ د سړکونو او بنسټیزو خدماتو لپاره هم ځای په پام کې نیول شوی دی.
د سرچیني په وینا، په يادو نمرو کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیايي مرکز او هدیرې لپاره ځانګړې ساحې هم پکې ټاکل شوې دي.
چارواکو ویلي، دا اقدام د زلزلهځپلو د بیا مېشتېدو او د هغوی لپاره د منظم ژوند د اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوی او هڅه کوی چې د زیانمنو کورنيو په دوامداره ډول ملاتړي وشي.





