فطرت: تېر ورځ هېواد ته څه باندي ۱۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې

May 16, 26 KohiNoor

 خبریال: حسین الله محمد خېل 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېره ورځ هېواد ته له بېلابیلو لارو يو زر او ۴۶ کورنۍ چې پنځه زره او ۶۵۶ کسان کېږي، هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۸۹۶)کورنۍ چې دغړو شمير (۴۸۴۵) تنه، د سپين بولدک له لارې (۸۳) کورنۍ چې د غړو شمېر يې(۴۸۷)تنه، د نيمروز د ورېښمو له لارې (۴۰)کورنۍ چې د غړو شمېر يې (۲۳۳)تنه، اسلام کلا له لارې (۲۷) کورنۍ‌ چې د غړو شمېر يې (۹۱) تنه دی، هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، يادو کډوالو سره د روغتيا، مالی چارو، عامه پوهاوي او سیم کارتونو په برخه کې هم لومړنۍ مرستې شوي.

د يادوني وړ ده چې له د وړاندي هم هېواد ته په جبري ډول له ايران او پاکستان څخه زرګونه کډوال راستانه شوي دي.