خليلزاد: د پاکستان موخه د افغانستان بې ثباته کول او د چين نفوذ ته ترويج ورکول دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ويلي، چې که د پاکستان موخه د افغانستان بېثباته کول او د چین نفوذ زیاتول وي، نو دا سیاست به د امریکا له ګټو سره په ټکر کې وي او ښايي په سیمه کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول داعش او نورو ترهګرو ډلوو د فعالیتونو د پراخېدو او د جیوپولیټیکي ننګونو د زیاتېدو لامل شي.
نوموړي پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې اسلام آباد، سره له دې چې نړیوالې ټولنې او د پاکستان دننه د اختلافونو د خبرو اترو له لارې د حل غوښتنه کړې، یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او لسګونه ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې پاکستان تر اوسه هغو طرحو او وړاندیزونو ته، چې د اسلامي امارت له لوري منل شوي، رغنده ځواب نه دی ورکړی. هغه دا پوښتنه هم راپورته کړې چې آیا اسلام آباد رښتیا هم د اختلافونو د حل اراده لري، که په افغانستان کې نور اهداف تعقیبوي؟





