فطرت: پاکستان په قصدي ډول له کرښې هاخوا کډوال ځنډوي
د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، چې پاکستان د کډوالو له شړلو وروسته په قصدي ډول هېواد ته د کډوالو د ننوتلو مخه نيسي او په ورځو ورځو یې له کرښې هاخوا ایساروي.
هغه زياته کړې، چې په کډوالو کې مشران، ښځې او ماشومان شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
فطرت له پاکستان غوښتي چې کډوال دې نه ځنډوي او اجازه دې ورکړي، چې افغانستان ته رادننه شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د کډوالو لپاره امکانات لري او هرڅومره کډوال چې راځي مديريت یې کولای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځينو رسنيو ليکلي وو، افغان لوری د امکاناتو د نشتون له امله د ډېرو کډوالو د ننوتلو مخنيوی کوی.





