فطرت: تېره ورځ هېواد ته نږدې ۹۰۰ کورنی راستنې شوې

May 09, 26 KohiNoor

خبريال: حسین الله محمد خېل 

 د حکومت مرسيتال وياند حمدالله فطرت ويلي، چې تېره ورځ هيواد له بېلابیلو لارو څخه ۸۷۹ کورنۍ راستنې شوې دې.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه کورنيو کې د تورخم له لارې (۷۶۶) کورنۍ، د سپین بولدک له لارې (۵۶) کورنۍ، نيمروز له لارې (۳۵) کورنۍ، او د اسلام کلا له لارې (۲۲) کورنۍ هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې يادو کډوالو سره د روغتيا، مالي چارو، عامه پوهاوي او د سیمکارتونو په برخه کې هم لومړي مرستې ترسره شوي دي.

د يادوني ده چې له دي وړاندي هم هيواد ته له ايران او پاکستان څخه سلګونه کورنۍ هيواد ته راستني شوې دي.