پر ملکيانو د پاکستان د بريدونو دوام؛ کونړ کې اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
دحکومت مرستیال وياند حمدالله فطرت ويلي، چې پاکستاني پوځي رژیم يو ځل بیا د ملکي خلکو کورونه، مسجدونه، مکتبونه او روغتيايي مرکزونه په نښه کړې دي.
د فطرت پر وينا، په دغه بريدونو کې ۳ تنه شهيدان او ۱۴ نور بیا ټپيان شوي، چې ډیری یې ميرمنې او ماشومان دي.
فطرت زياتوي، په دغه بريدونو کې د دغې ولسوالۍ دوه د انجونو او هلکانو ښوونځي او دوه جوماتونه ويجاړ شوی او همدارنګه ۸۰ څاروي پکې تلف شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پوځي رژيم تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.





